کورپاڼه / بېلا بېل / څه ډول کولی شو چې خپلو ماشومانو ته د هغوی د عمر مطابق لوبه غوره کړو؟

څه ډول کولی شو چې خپلو ماشومانو ته د هغوی د عمر مطابق لوبه غوره کړو؟

لوبې او بدني فعالیتونه هغه څه دي چې په ماشومانو کې مثبتې وړتیاوې ښکاره کوي. د الرجل ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې په لوبو او بدني فعالیتونو سره د ماشوم بدني ځواک او وده ښه والی مومي.

همدغه راز په ځان یې باور ډېرېږي، د سم او ناسم ترمنځ توپیر کولو وړتیا، د ځان د منظمولو او د شخصیت د ښه والی سبب یې کېږي. خو د دومره ډېرو ګټو د ترلاسي لپاره اړینه نکته داده چې د ماشوم د عمر مطابق به څه ډول د لوبو شیان ټاکو؟

د دوه کلونو تر عمره پورې: په دې عمر کې ساده لوبې د بېلګې په توګه په زینو ختل، توپ یا بال غورځول او نېول او نور غوره وي.

له دریو تر پنځو کلونو عمر پورې: په دې مرحله کې ماشوم د لویو لوبو کولو وړتیا ترلاسه کوي، په دې عمر کې په آزادانه ډول ورزش کول، په ځانګړي توګه منډې وهل او لامبو وهل ګټور وي.

له شپږ تر نهو کلونو عمر پورې: په دې عمر کې باید د ماشومانو ذهني او عقلي وړتیاوو ته پرمختګ ورکړل شي او په دې عمر کې ماشومانو ته ډله ییزې لوبې غوره وي، په ځانګړي توګه فوټبال، جمناستک، آس ځغلونه، ټینس، کراټه، ښکار کول او نور

له لسو تر دولسو کلونو عمر پورې: په دې عمر کې ماشومان پخېږي او د لوبې اصول او قوانین زده کوي. دې عمر ته په رسېدو ماشومان باسکټبال، هاکي او د والیبال ترڅنګ نورې ستونزې لوبې کولی شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …