کورپاڼه / بېلا بېل / نن د کال اوږده ورځ او لنډه شپه ده

نن د کال اوږده ورځ او لنډه شپه ده

نن ورځ چې د هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې وروستۍ او د زېږدیز کال د جون له یوویشتمې نیټې سره سمون خوري، د کال ترټولو اوږده ورځ او لنډه شپه ده.

تر نن ورځې پورې په تدریجي یاهم په دوامداره توګه د ورځې دورانیه ډېرېده، چې بالاخره نن د کال ترټولو اوږده ورځ او شپه وه.

همدغه راز له نن ورځې وروسته به ورو، ورو د ورځې دورانیه کمېږي او د شپې دوران به ډېرېږي، یعنې ورځې به لنډېږي او شپې به ورو په ورو اوږدېږي.

دا به تر هغه وخته پورې دوام کوي، تر هغې چې د سپتمبر دوه ویشتمه نیټه نه وي رارسېدلي او کله چې د سپتمبر میاشت راورسېږي او بیا یې دوه ویشتمه نیټه شي، نو د شپې او ورځې دورانیه به برابره شي.

له هغې وروسته به د ورځو لنډېدل پیل شي او شپې به اوږدېږي، چې دغه دروانیه به د دسمبر تر میاشتې دوام وکړي او کله چې د دسمبر دوه ویشتمه نیټه راورسېږي نو دا وخت به د کال ترټولو لنډه ورځ او اوږده شپه وي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …