کورپاڼه / جالب / د واده په مراسمو کې له زوم سره داسې کار شوی چې خندا ته مو مجبوروي+ویډیو

د واده په مراسمو کې له زوم سره داسې کار شوی چې خندا ته مو مجبوروي+ویډیو

په هند کې د ودونو مراسم د ساتېریو او ټوکو، ټکالو درلودونکې وي، ځکه چې ډېر وخت یې په ودونو کې داسې پېښې واقع کېږي، چې ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنۍ کې خلک خندا ته مجبوروي.

پر انټرنیټ د خپرو شوو ډېرو ویډیوګانو له مخې لیدل کېږي چې د واده په ورځ د ناوې یا زوم خپلوان دومره ځواک نه لري چې ناوې او زوم د مراسمو تر ځایه ورسوي.

همدغسې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې د واده زلمی د یو ملګري په اوږو ناست وي او نڅا کوي او نور وراباڼې هم ورپسې د نڅا په حالت کې روان وي.

خو د واده زلمي بخت کار ونه کړ او د ملګري له اوږو لاندې راولوید او ملګری یې هم ورسره پر ځمکه راپرېوت او یوه بله میرمن هم د زوم په ژغورلو کې ناکامه شوه.

دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره په تېزۍ سره خپرېږي او په بیګراونډ کې یې د بالیووډ د (دم) فلم (بابو جي ذرا دیری چلو) سندره چالان وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …