کورپاڼه / اسعار / د ډالر چټک پورته والی، نن تراوسه درې ځلې ګران شوی
ډالر

د ډالر چټک پورته والی، نن تراوسه درې ځلې ګران شوی

نن امریکايي ډالر ډېر په چټکتیا سره ګرانېږي او تراوسه پورې درې ځلې ډالر پورته تګ کړی دی چې د افغانۍ پر وړاندې ګران شوی دی.

د سرای شهزاده د تازه معلوماتو له مخې، نن (۳۱ جوزا ۱۴۰۰ \ ۲۱ جون ۲۰۲۱) په سرای شهزاده کې یو ډالر د غرمې ۱۲ بجو پورې ۷۹ افغانیو ته رسېدلی دی.

نن سهار په سرای شهزاده کې ۱ امریکايي ډالر په ۷۸.۸۰ افغانۍ و، خو لږ وروسته بیا ډالر ۱۰ پوله نور هم پورته شو او ۷۸.۹۰ ته ورسېد.

اوس د تازه معلوماتو له مخې، امریکايي ډالر ۷۹ افغانیو ته رسېدلی دی، چې دا په دې وروستي څه وخت کې د ډالر تر ټولو ګرانه بیه ده.

له تېرو څو اونیو راهیسې د ډالر بیه پورته کېده، تېره اونۍ بیا ډالر یو څه ارزانه شو، چې له ۷۸.۷۰ څخه ۷۸.۵۰ ته راښکته شو، خو اوس یې بېرته چټک پورته تګ پیل کړی دی.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …