کورپاڼه / روغتيا / املي داسې روغتیایی ګټې لري چې حیران به مو کړي

املي داسې روغتیایی ګټې لري چې حیران به مو کړي

املي له ډېرو پخوا راهیسې د خوراکي او درملو په توګه استعمالېږي او په خوړو کې د خوند ډېرو په موخه هم کارېږي او ترڅنګ ګڼ غذایي توکي هم لري د بېلګې په توګه ویټامین سي، ویټامین اي، ويتامین بي، کلسیم، فاسفورس، اوسپنه، پوتاشیم، میګنیز او فایبر.

د املي بوټی په شمالي افریقا او اسیایي هیوادونو کې موندل کېږي او د پاڼو خوند یې هم د املي په څېر تروش وي. د املي مېوه پخپل جوړښت کې پیاوړي انټي اکساید او انټي انفلیمیشن لري، چې همدې سبب د ډېرو ناروغیو لپاره ګټور وي.

املي د معدې د تېزابیت او ګرمۍ لپاره اغېزمنه درملنه ده او ترڅنګ یې بې شمېره ویټامینونه او منرالونه هم لري، چې استعمال یې معدې ته پیاوړتیا وربخښي او انسان ته انرژي ورکوي.

لکه څنګه چې املي د پوتاشیمو درلودونکې وي نو په همدې اساس د وینې د فشار لپاره ګټور وي او زړه ښه ساتي او فایبر یې د وینې کلیسترول کموي او د کولمو د سرطان مخنیوی کوي او ويټامین سي یې د آزادو راډیکلونو مخنیوی کوي.

همدغه راز د اوسپنې شتون یې د وینې سره کرویات جوړوي او نور توکي یې د وینې مقدار برابر ساتي او د سوړ اغېز په سبب د وینې لوړ فشار هم کنترول ساتي او ترڅنګ یې نور توکي د لوږې احساس کموي او د بدن وازده اوبه کوي، دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او زهرجن توکي خارجوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …