کورپاڼه / روغتيا / آیا کله مو څنګل له کوم یو شي لګېدلې او د بریښنا د ټکان احساس مو کړی؟

آیا کله مو څنګل له کوم یو شي لګېدلې او د بریښنا د ټکان احساس مو کړی؟

که چېرته مو د لاس هره برخه له کوم شي سره ولګېږي نو هیڅ پروا نه لري، خو که څنګل مو ولګېږي نو له سخت تکلیف سره مخ کېږي، خو پوښتنه داده چې آخر ولې داسې کېږي؟

د لاییو ساینس په نوم د جرېدې د لیکنې له مخې ویل کېږي چې په څنګل لګېدل یا زخمي کېدل ځکه د ډېر درد یا تکلیف سبب کېږي چې په دې برخه کې هډوکی نه وي بلکې اعصاب وي، نو ځکه ورته فني بون هم وایي.

که چېرته له دې برخې سره کوم شی ولګېږي نو له مټ څخه نېولې تر ژبې پورې د بریښنا د ټکان غوندې څپې لېږدول کېږي. په دې اړه ډاکتر ډومینیک کنګ وایي چې ددې لپاره باید د انسان د نسجونو سیستم وکتل شي.

په علمي ژبه کې فني بون ته (Ulner) نس یا رګ وایي چې دا د مټ بنسټیز اعصاب دی، دا رګ له څنګلې تر اوږې پورې د دوو اوږدو هډوکو ترمنځ موجود وي او همدا رګ د ګوتې له سرونو تر دماغو پورې معلومات تبادله کوي او په مرسته یې یو شی لمس او حس کولی شو.

نو کله چې د څنګل هډوکی له کوم شي سره لګېږي نو پر دې رګ فشار راځي او په پایله کې د درد په څېر ټکان پیدا کېږي او د درد سګنلې دماغو ته رسوي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …