کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پښتون سیاستوال عثمان کاکړ په ۶۰ کلنۍ کې مړ شو، د هغه لنډه پېژندنه
عثمان کاکړ ۳

پښتون سیاستوال عثمان کاکړ په ۶۰ کلنۍ کې مړ شو، د هغه لنډه پېژندنه

د لوی افغانستان ستر سیاستوال، د پښتنو خواخوږی، ژبور او حقپال سیاستوال عثمان کاکړ نن د ۶۰ کلونو په عمر مړ شو. انا لله و انا الیه راجعون.

عثمان کاکړ په ۱۹۶۱ کال کې د بلوچستان د کلا سیف الله په مسلم باغ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ۲۰۲۱ کال د جون په ۲۱مه نېټه یې خپل سترګې پټې کړې.

هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او محمود خان اڅکزي تر مشرۍ لاندې د پښتنو لپاره سیاست کاوه، په هر ځای کې یې د پښتون او افغان غږ په ډاګه پورته کاوه او د ظلم پر وړاندې تش لاس ولاړ و.

هغه د پاکستان د سنا مجلس غړی پاتې شوی و، د خپل ګوند تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی هم و، مدني فعالیت یې هم کاوه او د پښتنو د حقونو لپاره له هېڅ ځای یې درېغ نه کاوه.

ارواښاد عثمان کاکړ په ۱۹۸۷ کال کې د کوټې د لاء کالج څخه د قانون په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې وې، د کالج له وخته یې سیاست ته هم مخه کړې وه. په ۱۹۹۶ کال کې هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره یو ځای شو او په ۲۰۱۵ کال کې بیا د پاکستان د سنا مجلس غړی شو.

ارواښاد عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې په یوه پېښه کې سخت ټپي شوی و، چې بیا وروسته کراچۍ ته یوړل شو او نن یې د کراچۍ په یو روغتون کې ساه ورکړه. د هغه په مړینه ټول لر و بر افغانان دردېدلي دي.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …