کورپاڼه / خبرونه / د سعودي عربستان د شورا غړو غوښتنه کړې چې د لمانځه پر وخت دې پر سوداګریزو مرکزونو د تړل کېدو بندیز ختم شي

د سعودي عربستان د شورا غړو غوښتنه کړې چې د لمانځه پر وخت دې پر سوداګریزو مرکزونو د تړل کېدو بندیز ختم شي

د سعودي عربستان د شورا غړو د سوداګریزو مرکزونو په اړه د هغه بندیز د لېرې کولو غوښتنه وکړه، چې د لمانځه پر وخت به تړل کېده.

د سعودي د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د شورا غړو عطا الثبیتي، ډاکتر فیصل الفاضل، ډاکتر لطیفه الشعلان او ډاکتر لطیفه العبد الکریم غوښتنه وکړه چې د لمانځه پر وخت دې د سوداګریزو مرکزونو د تړل کېده بندیز لېرې شي.

دوی وایي چې په تجارتي مرکزونو کې ځینې داسې خدمتونه هم وړاندې کوي چې اړیکه یې نیغ په نیغ د انسان له ژوند سره وي، د بېلګې په توګه درملتونونه او د تېلو پمپونه او نور.

دوی زیاتوي لکه څنګه چې دولتي او شخصي ادارې د لمانځه پر وخت نه وي تړل شوي، همدغسې دې له تجارتي ادارو هم بندیز پورته شي او په مسلمانه نړۍ کې هیڅ ځای هم د لمانځه پر وخت کاروبار نه دی تړل شوی.

خو ټول سوداګریز مرکزونه به د جمعې په ورځ بند وي. د شورا غړو دغه غوښتنې د اسلامي او عدالتي چارو ادارې ته کړي او رسنۍ وایي چې نن به په دې اړه رایه اچونه ترسره شي.

دا هم ولولئ

ارون فنچ او کیرون پولارډ

د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبه د کورونا له امله وځنډېده

د اسټرالیا او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه چې …