کورپاڼه / هنر او کلتور / جیکي شرف: ټایګر راسره وعده کړې چې پخوانی کور به بېرته اخلي

جیکي شرف: ټایګر راسره وعده کړې چې پخوانی کور به بېرته اخلي

جیکي شرف وایي چې زوی یې ټایګر شرف ورسره وعده کړې چې هغه کور به ورته بېرته اخلي چې د قرض خلاصولو لپاره یې پلورلی و.

د بالیووډ د فلمونو اداکار جیکي شرف میرمنې عایشه شرف په ۲۰۰۳ کال د (بوم) په نوم فلم جوړ کړی و، چې په دې فلم کې امیتاب بچن، جیکي شرف، زینت امان او کترینا کیف رول لوبولی و.

خو دغه فلم له ناکامۍ سره مخ شو او په همدې سبب جیکي شرف ډېر تاوان وکړ او قرضداری شو، چې بالاخره د کور پلورلو ته مجبور شو او خپله یې په کوچني کور کې واړول.

جیکي شرف له هندي رسنیو سره د یوې مرکې پرمهال وایي چې هغه وخت یې دواړه اولادونه کوچنیان ول خو د هغوی په ذهن کې د پخواني کور یادونه تر اوسه لا تازه دي.

نوموړی وایي چې اوس یې دواړه اولادونه غټان شوي، خو ټایګر اوس هم پخوانی کور یادوي او ماسره یې وعده کړې چې پخوانی کور به بېرته اخلي او زه په همدې سبب پرې ویاړ کوم.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …