کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړیوال فضایي مرکز ترمیم بشپړ شو؛ ناسا ستور مزلو ته مبارکي ورکړه

د نړیوال فضایي مرکز ترمیم بشپړ شو؛ ناسا ستور مزلو ته مبارکي ورکړه

هغه ستور مزلي چې تېره اوونۍ نړیوال فضایي مرکز ته لېږل شوي ول، ترمیم یې بشپړ کړل، لمریزې تختې یې نصب او نورې تخنیکي ستونزې یې هوارې کړې.

راپورونه وایي چې دغه کار فرانسوي ستور مزلي تامس پیسکویټ او د ناسا ستور مزلي شین کیمبرو د شپاړس فوټه لمریزو تختو په نصبولو سره بشپړ کړ.

راپور زیاتوي کله چې دوی عملیات بشپړ کړل نو له هغې وروسته د ناسا ادارې دواړو ستور مزلو ته مبارکي ورکړه او ورته یې وویل چې ډېر ښه کار مو وکړ.

د یادولو وړ ده چې د امریکا ستور مزلي د (سپیس ایکس فیلکن ۹) راکټ په مرسته تر نړیوال فضایي مرکزه پورې ورسېده.

دغه الوتنه چې د امریکا له فلوریډا ایالت څخه ترسره شوه، په څو دقیقو کې د ځمکې مدار ته داخله شوه خو تر نړیوال فضایي مرکز پورې یې نوولس ساعته په کپسول کې تېر کړل او له هغې وروسته له نړیوال فضایي مرکز سره یوځای شول او هغه یې جوړ کړ.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته نوی فیچر وړاندې کړ

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ، چې له دوه میلیاردو ډېر کاروونکې لري، د …