کورپاڼه / خبرونه / د محمد نبي پر ځای فرید ماموندزی د کرکټ بورډ غړی وټاکل شو
فرید ماموندزی او محمد نبي

د محمد نبي پر ځای فرید ماموندزی د کرکټ بورډ غړی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړی محمد نبي د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړیتوب څخه لیرې او د هغه پر ځای په هند کې د افغانستان اوسنی سفیر فرید ماموندزی د بورډ غړی وټاکل شو.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: ((په هندوستان کې د افغانستان برحاله سفیر ښاغلی فرید ماموندزی د ولسمشر د حکم پر اساس د بورډ د مخکیني غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ د نوي غړي په حیث وټاکل شو.))

په دغه خبرپاڼه کې راغلي: ((ښاغلی فرید ماموندزی په نړیوالو مالي چارو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. نوموړي د امنیت شورا د سیاسي چارو مشاور، د مالیې وزارت د خصوصی سکتور د پرمختیا مشاور، د بهرنیو چارو وزازت د سیاسي چارو مشاور، په زراعت وزارت کې د مالي او عملیاتې برخې مشاور، د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې استاد او همدارنګه د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین په حیث دندې ترسره کړې دي؛ چې اوس مهال په هندوستان هېواد کې د افغانستان لوی سفیر دی.))

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو ترڅنګ په هندوستان هېواد کې د خپلو لوبو کوربتوب کوي؛ نو له هندوستان او یا په یاد هېواد کې د نورو لوبډلو سره د غوره لوبو ترسره کېدو، مالي ملاتړ پېدا کولو، د اړیکو پیاوړتیا او نورو اړونده برخو کې د همکاریو د جلب لپاره به د ښاغلي ماموندزي ګمارنه ګټوره ثابته شي.))

د یادولو وړ ده چې د کرکټ په نړۍ کې دا یوه ډېره جالبه ټاکنه وه، چې د ملي لوبډلې یو برحاله لوبغاړی (محمد نبي) د بورډ غړی هم ټاکل شوی و.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …