کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې آله جوړه شوې چې سمدستي د ایټکیو ستونزه حلوي

یوه داسې آله جوړه شوې چې سمدستي د ایټکیو ستونزه حلوي

ساینسپوهانو د ایټکیو د ستونزې حل پیدا کړی او د (HiccAway) په نوم یې یوه آله جوړه کړې. دغه آله د ایټکیو ستونزه سمدلاسه حل کوي.

دا آله د انګلیسي (L) په څېر جوړه شوې چې یو سر یې په خوله کې کېښودل کېږي او په بل سر کې یې یوه والو وي چې فشار کموي یا ډېروي.

کله چې یې په مرسته مایع دننه لور ته کش شي نو د مایع د داخلېدو په شدت سره د ایټکیو شدت ختمېږي او قیمت یې تر څوارلسو ډالرو پورې رسېږي.

د امریکا د شان انتونیو ښار د ټیکساس پوهنتون استاد ډاکتر علي سیفي وایي چې له پایلو یې څرګندېږي چې په دوه نوي قضیو کې دغه آله تر دوه نوي سلنو پورې بریالۍ وه او دوه سوي، درې ګډون کوونکو کې یو سلو، درې اتیا کسانو غوره پایلې درلودې.

نوموړي له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دغه آله سمدستي کار کوي او اغېز یې تر څو ساعتونو پورې پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …