کورپاڼه / بېلا بېل / مصرۍ ټک ټاکره د خپلو ویډیوګانو له امله ۱۰ کاله زنداني شوه
حنین حسام

مصرۍ ټک ټاکره د خپلو ویډیوګانو له امله ۱۰ کاله زنداني شوه

د مصر یوه ټک ټاکره حنین حسام د خپلو ویډیوګانو له امله په ۱۰ کلن بند باندې محکومه شوه او همدا راز ۱۳ زره امریکايي ډالره جریمه هم شوه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، حنین حسام په ټک ټاک کې د خپلو ویډیوګانو له لارې نورې نجونې فحشا ته رابللې، چې له دې امله نیول شوې وه او محکمې ورته دومره اوږده موده سزا ورکړه.

حنین حسام د قاهره پوهنتون زده کړیاله وه او په مصر کې د (ټک ټاکره نجلۍ) په نوم ډېره مشهوره وه، چې ډېر تعقیبوونکي یې لرل. هغه ویډیوګانې چې هغې خپرې کړې دي، پکې نجونو ته یې دعوت ورکړی دی چې د خپل کور څخه د خپلو ویډیوګانو په جوړولو باندې پېسې ګټلی شي.

هغې دغه نجونو ته ځینې شرطونه هم ایښي دي او ورته یې ویلي دي چې عمر مو باید د ۱۸ کلونو څخه کم نه وي او ښې ویډیوګانې جوړې کړئ. خو په همدې ویډیوګانې حنین حسام اوس زندانۍ شوه.

قانونپوهانو د حنین حسام د دغه ویډیوګانو په اړه ویلي دي، چې د نوموړې ویډیوګانې د هغوی د کلتور ضد دي او هغې د خپلو ویډیوګانو له لارې نجونه فحشا ته بللي دي.

خو حنین حسام دا تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي، چې په ټک ټاک کې یې یوازې هغه ویډیوګانې خپرولې، د کومو چې خپلو والدینو اجازه ورکوله.

دا هم ولولئ

ویده سړی

هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي

یو سړی به نو تر څومره ډېر خوب وکړي؟ خو تاسې به د دې په …