کورپاڼه / جالب / د مونا لیزا نقل یا کاپي رسامي په ۳.۴ میلونه ډالر لیلام شوه

د مونا لیزا نقل یا کاپي رسامي په ۳.۴ میلونه ډالر لیلام شوه

د مشهور رسام لیونارډو ډاوینچي نړیوالې شهرت لرونکي رسامۍ (مونا لیزا) کاپي یا نقل په فرانسه کې په ۳.۴ میلونه ډالر لیلام شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د مونا لیزا نقل چې (هیکنګ مونا لیزا ورته ویل کېږې، په انلاین لیلامۍ کې یې له دوو تر دریو لکو ډالرو پورې د پلورلو امکان و، خو له هغې په لس برابره قیمت خرڅ شو.

د لیلامۍ مرکز ویاند وایي چې دا د مونا لیزا رسامۍ په اړه یو نوی ریکارډ دی او ریمنډ هیکنګ د ژوند ډېره برخه په دې تېره کړې چې دغه رسامي اصل ثابته کړي او په لوور موزیم کې موجوده رسامي جعلي وګڼي.

دوی وایي چې ریمنډ هیکنګ دغه رسامي یوازې په څلور ډالره پلورلې وه. دا کار او تاریخ یې مونا لیزا او لیونارډو ډاوینچي په اړه د زړه راښکون عکاسي کوي.

که څه هم دغه نقل رسامي په لوور موزیم کې د موجودې رسامۍ په څېر نه ده، خو د رسامۍ په نړۍ کې د جادو رول لوبوي او یو څه ځواکمن شیان په ذهن کې پاتې کېږي او خوبونو ته مه نه پرېږدي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …