کورپاڼه / هنر او کلتور / ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم
ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو او… څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا دی. هر څه چې شي، بیا هم هنرمند دی، ځینې خلک ورته ډم وايي، وایي دې.

نوموړي د موسیقۍ د نړیوالې ورځې په تړاو په خپله فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ کړی دی او موسیقۍ ته د راتګ په اړه غږېدلی دی، همدا راز دا هم وایي، چې پلار او نیکه یې دا کار بد ګڼلو.

ګودر ځاځی په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکي: ((نن د موسیقۍ نړیواله ورځ ده. موسیقۍ زما په شان ډیرو ګمنامو ته هویت ورکړی دی. ما تل دا اعتراف کړی چې زما طبیعي هویت زما شعر و موسیقي ده چې له محمد خلیل یې د ګودر ځاځي تر پولې راوستم.))

نوموړی زیاتوي: ((ما کار کاوه، چې لومړی د شعر او بیا د موسیقۍ پر تقدس مالا مال شوم. نیکه مې له مذهبي اړخه نه تنها موسیقي یې نه اوریدله بلکې د ډمتوب او شرم په سترګه یې ورته لیدل. پلار سره مې یو ځای په درملتون کې کار کاوه، کله به چې هغه ولاړ نو ما به په ډېرې لیوالتیا د ډمتوب آله (باجه – هارمونیه) راواخیستله او د خپلې ټولنې درد او خپل ماشومانه مینه مې پکې ټکوروله.))

ګودر ځاځی په خپل پوسټ کې دا هم لیکي چې: ((اوس مهال تر ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو او….. څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم.)) هغه زیاتوي: ((د تقدس ورځ دې هغوی ته مبارکه وي چې پر موسیقۍ باور لري او اغیر یې احساس کوي.))

محمد خلیل یا ګودر ځاځی د خپل پوسټ په پای کې لیکي: ((هر څه چې شم بیا هم هنرمند یم، ځینې خلک ورته ډم وايي، وایي دې.))

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …