کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پېښور زلمي پچه وګټله، نور احمد او حضرت الله ځاځی لوبېږي
حضرت الله ځاځی او نور احمد لکڼوال

پېښور زلمي پچه وګټله، نور احمد او حضرت الله ځاځی لوبېږي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ایلیمینېټر ۱ لوبه د کراچۍ کنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړی یې د کراچۍ کنګز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په نننۍ لوبه کې نجیب الله ځدراڼ کېنولی دی، خو نور احمد لکڼوال لوبېږي، همدا راز پېښور زلمي بیا حضرت الله ځاځی د نننۍ لوبې لپاره غوره کړی دی.

د کراچۍ کنګز ۱۱ کسیز نوملړ: بابر اعظم، شرجیل خان، مارټین ګپټیل، چاډویک والټن (ویکټ ساتونکی)، تیسارا پریرا، عماد وسیم (لوبډلمشر)، دانش عزیز، نور احمد لکڼوال، محمد عامر، محمد الیاس او ارشد اقبال.

د پېښور زلمي ۱۱ کسیز نوملړ: کامران اکمل (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، امام الحق، شعیب ملک، رومان پاویل، شیرفان رودرفورډ، خالد عثمان، وهاب ریاض (لوبډلمشر)، عمید اصف، محمد عرفان او محمد عمران.

د یادولو وړ ده، په نننۍ لوبه کې چې هره لوبډله بریالۍ شي، هغه به بيا په ایلیمینېټر ۲ لوبه کې د اسلام اباد یونایټیډ سره لوبه ترسره کوي او هلته چې هره لوبډله بریالۍ شوه، هغه به په پایلوبه کې د ملتان سلطانز سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …