کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ځاځي بیا کمال وکړ، مهمه لوبه کې یې پېښور بریالی او غوره لوبغاړی شو
حضرت الله ځاځی

ځاځي بیا کمال وکړ، مهمه لوبه کې یې پېښور بریالی او غوره لوبغاړی شو

چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي په پرونۍ لوبه کې یو ځل بیا خپل کمال ښکاره کړه، هغه چټکه او زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې د پېښور لوبډله یې بریالۍ کړه او د کراچۍ لوبډله یې له سیالیو بهر کړه، همدا راز نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د دویم ځل لپاره ترلاسه کړه.

د پاکستان سوپر لیګ ایلیمینېټر ۱ لوبه د کراچۍ کنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پیل کې د لوبې پچه پېښور زلمي وګټله او لومړی یې کراچۍ کنګز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې بابر اعظم ۵۳، تیسارا پریرا ۳۷ او شرجیل خان ۲۶ منډې وکړې. د پېښور له خوا وهاب ریاض، محمد عرفان او عمید اصف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۷۶ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د دوی لپاره حضرت الله ځاځي د ۵ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مټ په ۳۸ توپونو ۷۷ چټکې منډې ترلاسه کړې او لوبډله یې بریالۍ کړه، همدا راز شعېب ملک هم ۳۰ منډې وکړې. د کراچۍ له خوا تیسارا پریرا ۲، نور احمد لکڼوال، محمد الیاس او محمد عامر ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ترلاسه کړه، دا په دریمه لوبه کې د هغه دویم ځل دی چې ښه توپوهنه ترسره کوي او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخلي.

کراچۍ ته په ماتې ورکولو سره پېښور زلمي لوبډله ایلیمینېټر ۲ لوبې ته لار پېدا کړه، چېرته چې به د اسلام اباد یونایټیډ سره ولوبېږي او که یې اسلام اباد ته ماتې ورکړه، نو پایلوبې ته به لاړه شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …