کورپاڼه / خبرونه / توپوهونکي په شپږیزه د خپل موټر شیشه ماته کړه + ویډیو
توپوهونکی

توپوهونکي په شپږیزه د خپل موټر شیشه ماته کړه + ویډیو

د کرکټ په مېدان کې چې شپږیزه وهل کېږي نو توپوهونکی د خوشحالۍ څرګندونه کوي، خو ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو هم خپره شوې ده، چې توپوهونکی د شپږیزې نه وروسته د خوشحالۍ پر ځای خپه کېږي.

د هیلي فیکس کرکټ لیګ په نیمه پایلوبه کې د اصف علي په نوم کرکټر چې د ایلنګورت سینټ میري کرکټ لوبډلې لپاره لوبېږي او د سینټ پیټریس پر وړاندې یې لوبه کوله.

هغه چې کله توپوهنې ته ولاړ و نو په یو بال یې شپږیزه ووهله، خو د شبږیزې له وهلو وروسته هغه د خوشحالۍ پر ځای خپه شو. د اصف علي د خپګان وجه دا وه چې توپ په پارکینګ کې ولاړ د هغه په موټر ولګېد او د شا شیشه یې ماته شوه.

په ویډیو کې لیدل کېږي، چې د شپږیزې وهلو وروسته اصف علي په سر لاس ږدي او بیا کېني، له شاوخوا څخه د خنداوو غږونه هم اورېدل کېږي.

دغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، ډېره لاس په لاس کېږي او د کرکټ مینه والو له خوا هم پرې جالبې او په زړه پورې تبصرې کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …