کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره: هند ته د فلم لپاره تللې وم، خو دوه اونۍ وروسته حامله شوم
متیرا

پاکستانۍ اداکاره: هند ته د فلم لپاره تللې وم، خو دوه اونۍ وروسته حامله شوم

مشهوره پاکستانۍ اداکاره او موډله متیرا وايي، چې هغه هند ته د یو فلم د ثبت لپاره تللې وه، خو دوه اونۍ وروسته ورته معلومه شوه چې هغه امیندواره یا حامله ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، متیرا په خپله یوه تازه مرکه کې هند ته د تګ او بیا د حامله کېدو په اړه خبرې کړې دي. هغه وايي، هند ته د یو فلم د ثبت لپاره تللې وه، خو د دوه اونیو تېرېدو وروسته ورته معلومه شوه چې هغه حامله ده.

متیرا وايي، په هند کې یې دوه فلمونو کې کار ترلاسه کړی و او د حامله کېدو وروسته ځکه ډېره پرېشانه شوه، چې د حامله کېدو څو میاشتې وروسته یې بیا نه شول کولای چې د فلمونو ثبت ترسره کړي.

نوموړې زیاتوي، چې مور هم ورسره په هند کې وه او نه پوهېده چې هغې ته څه ډول خپله ستونزه بیانه کړي. هغه وايي، خلکو هم بېلا بېلې مشورې ورکولې، چې دې چارې هغه لا ډېره پرېشانه کړه.

متیرا په خپلو خبرو کې وویل، خو وروسته یې د فلم له لارښود سره دا خبره شریکه کړه او د فلم ثبت یې هم بشپړ کړ. د فلم لارښود چې اوس هم زما زوی وویني، نو راته وايي چې دا خو هماغه دی چې زما د فلم پر مهال زېږېدلی و.

د یادولو ده چې متیرا په ۲۰۱۲ کال کې واده کړی و او په ۲۰۱۳ کال کې د هغې یو هندی فلم نندارې ته وړاندې شوی و. دې ۲۹ کلنې اداکارې له خپل خاوند څخه طلاق اخیستی دی او ویل کېږي چې د پاکستان یو تر ټولو بېباکه اداکاره هم ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …