کورپاڼه / تجارتي ليګونه / جاوېد اپریدي له حضرت الله ځاځي نه مننه وکړه
جاوېد اپریدی او حضرت الله ځاځی

جاوېد اپریدي له حضرت الله ځاځي نه مننه وکړه

د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی چې پرون یې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره زبردسته توپوهنه ترسره کړه او ایلیمینېټر ۲ لوبې ته یې بریالۍ کړه، د یادې لوبډلې مالک هم ترې مننه وکړه.

پرون پېښور زلمي د کراچۍ کنګز لوبډلې سره ایلیمینېټر ۱ لوبه ترسره کړه، چې د حضرت الله ځاځي په چټکه توپوهنه (۷۷ منډې) پېښور د کراچۍ څخه لوبه وګټله او حضرت الله ځاځي ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپريدي هم د لوبې وروسته د حضرت الله ځاځي ستاینه وکړه او له هغه څخه یې مننه وکړه، چې پېښور زلمي لوبډله یې ایلیمینېټر ۲ ته ورسوله.

جاوېد اپریدي په خپل یو ټویټ کې لیکلي دي: ((ډېره ډېره مننه ځاځی جانه. ښایسته توپوهنه.)) د هغه په ټویټ باندې نورو ډېرو کسانو هم تبصرې کړې دي او د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه یې کړې ده.


د یادولو وړ ده چې حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ۳ لوبې ترسره کړې دي، چې په دوه لوبو کې يې ښه توپوهنه کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې یې ترلاسه کړې دي.

پېښور زلمي به نن د اسلام اباد یونایټیډ سره ایلیمینېټر ۲ لوبه ترسره کړي، که یې چېرته لوبه وګټله نو بیا به د ملتان سلطانز لوبډلې سره په پایلوبه کې مخ شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …