کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه
سویلي افریقا

سویلي افریقا د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا په دویمه ټېسټ لوبه کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړه او د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر یې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه، چې په دې سره یې د ۲ لوبو لړۍ کې هم ۲-۰ سره بریا خپله کړه.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د جون په ۱۸مه نېټه پیل شوه، چې د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۹۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې کوانټین ډي کوک ۹۶، ډین ایلګر ۷۷ او کیلي ویرین ۲۷ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا کیمار روچ او کیلي مایرس ۳-۳ او شانن ګبریل ۲ ویکټې واخیستې.

ویسټ انډیز په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې جرمین بلیکووډ ۴۹ او شای هوپ ۴۳ منډې وکړې، د سویلي افریقا له خوا ویان ملدر ۳، کیشو مهاراج، لونګي نګیدي او کاګیسو رباډا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا په دویمه پاڼۍ کې ۱۷۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې راسي ون در دوسین ۷۵ ناسوځېدلې او کاګیسو رباډا ۴۰ منډې وکړې، د ویسټ انډیز له خوا کیمار روچ ۴ او کیلي مایرس ۳ لوبغاړي وسوځول. سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

د ۳۲۴ منډو هدف په تعقیب کې د ویسټ انډیز لوبډله په ۱۶۵ منډو وسوځېده چې د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر په لوبه کې د ماتې سره مخ شوه. په دویمه پاڼۍ کې کیرن پاول ۵۱ او کیلي مایرس ۳۴ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا کیشو مهاراج ۵ او کاګیسو رباډا ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کاګیسو رباډا ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه کوانټین ډي کوک ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …