کورپاڼه / اسلام / له خواجه سرا یا نرښځیو سره نکاح کول څنګه وي؟

له خواجه سرا یا نرښځیو سره نکاح کول څنګه وي؟

دا پوښتنه به تقریباً په هر ذهن کې ګرځي چې له خواجه سرا یا نرښځي سره نکاح کول څنګه دي، شریعت یې په اړه څه وایي؟ لکه څنګه چې نور انسانان د حضرت آدم علیه السلام له اولادې څخه دي همدغسې دوی هم د آدم اولاده ده، په همدومره اندازه په میراث او نورو حقونو کې ورسره شریک دي.

خواجه سرا یا نرښځي په درې ډوله دي یو هغه چې نارینه وو ته ډېر نږدې وي، یو هغه چې د ښځو په ډول وي، د بدن غړي یې د ښځو غوندې وي او دریم چې نه نارینه وي او نه ښځینه.

په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي هغه کسان چې له ښځو سره مشابهت غوره کوي پر هغوی دې د الله د رسول لعنت وي.

او دا خبره چې له نرښځیو سره نکاح کول جایز او که څنګه، ځواب یې دا دی چې تر هغې چې یې ښځه او نر نه وي معلوم. یعنې که نارینه وي له ښځې سره نکاح جایز ده او که ښځینه وي له نارینه سره یې نکاح جایز ده، خو که پورته مواردو څخه یو هم نه وي نو بیا یې نکاح نه روا کېږي.

همدغه راز په میراث هم حق لري، د جنازې لمونځ یې هم د عامو خلکو په څېر کېږي. علماء وایي چې په نرښځیو ملنډې وهل، ټوکې کول یاهم هغوی سپک ګڼل په شرعي توګه هیڅ جواز نه لري.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …