کورپاڼه / جالب / بریتانوي موډلې ادعا کړې چې فضایي مخلوق تښتولې او په هغوی یې زړه بایللی

بریتانوي موډلې ادعا کړې چې فضایي مخلوق تښتولې او په هغوی یې زړه بایللی

دیرش کلنې بریتانوي اداکارې یا هنرمندې ایبي بیلا حیرانوونکې ادعا کړې چې فضایي مخلوق تښتولې وه بیا په هغوی کې پر یوه مئینه شوې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د بریتانیې د بریډ فورډ ښار اوسیدونکې ایبي بیلا وایي چې فضایي مخلوق یې تر کوره راغلي ول او هغه یې د خوب له کوټې تښتولې او له کړکۍ څخه بهر یې په فضایي بېړۍ کې یوړه.

نوموړې وایي چې تښتولو وروسته په فضایي مخلوق کې پر یو یې مئینه شوې او اوس یې هغه د ژوند ملګری او د نړۍ له هر څه ورته غوره دی، یوه لېدنه یې کړې او دویم ته یې په تمه ده چې کله به له اینډرومیډا کهکشان څخه راځي.

ایبي زیاتوي چې له فضایي مخلوق سره مې د لېدنې دغه تجربه د یو خوب څېر وه. یوه شپه ډېر روښانه شین رنګه رڼا د کړکۍ له لارې زما کوټه ته راغله او زه یې په هوا کې ځوړندې بېړۍ یوړم او په بېړۍ کې پنځه کسه موجود ول.

ایبي مخکې وایي چې هغوی د انسانانو غوندې ول خو ډېر اوږده او نري ول، په هغوی کې پر یوه مئینه شوم او هغه هم راته د مینې اظهار وکړ او وعده مې ورسره وکړه چې بیابه ورسره ځم.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …