کورپاڼه / روغتيا / بند ګلپي د روغتیا لپاره څومره ګټور وي؟

بند ګلپي د روغتیا لپاره څومره ګټور وي؟

الله تعالی د هر یو توکي په جوړښت کې بې شمېره غذایي توکي نغاړلي او په دې ډول د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی کوي. د خوراکي توکو کارپوهان له ناروغیو څخه د مخنیوي او د ښې روغتیا لپاره د سبزیجاتو د استعمال لارښوونه کوي.

دوی هر وخت د شنو پاڼو لرونکو سبزیجاتو پر استعمال ټینګار کوي، چې په دې لړ کې یو بند ګلپي هم دی چې په استعمال یې ګټور او له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې بند ګلپي د سلفر، ویټامینونو، منرالونو، پروټین، فایبر، ویټامین سي، فولیټ، ویټامین کی، ویټامین بي، کلسیم، پوتاشیم او د انټي اکساید درلودونکې وي، کالوري یې کمه او کلیسترولو د نشت برابر دي.

که چېرته په منظم ډول استعمال شي د سرطاني حجرو مخنیوی کوي، د کلیسترول نه شتون یې وزن کموي او د ویټامین کی او اینتوکینین یې د ذهني او دماغي وړتیاوو د پیاوړتیا سبب کېږي او دفاعي سیستم ځواکمنوي.

همدغه راز د سلفر شتون یې د غوړ پوستکي لپاره ګټور وي، ویښتان، نوکان او پوستکی ښکلی او صحت مند ساتي او ترڅنګ یې هغه کسان چې د وینې فشار لري بند ګلپي ورته ګټور وي او د قبض ناروغان لپاره هم اغېزمن رول لوبوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …