کورپاڼه / جالب / که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له زرو کلونو وروسته راپاڅي نو آیا نړۍ به په همدې حال وي لکه څنګه چې اوس ده؟

لومړی: انسانان د خپلو ورانکاریو او کیمیاوي مواد په ډېر استعمال سره ځنګلونو ته دومره زیان اړولی چې بېرته تر خپل حالته د راتلو لپاره څلور زره کلونو ته اړتیا ده.

خو که چېرته انسان تر زرو کلونو پورې وېده شي، نورې ورانکارۍ به نه کېږي او په همدې سبب د ځنګلونو بېرته زرغونېدل پیل شي.

دویم: که چېرته له زرو کلونو خوب وروسته انسان راپورته شي، نو پیاوړي یا ځواکمنې ودانۍ به په بشپړ ډول خو نه وي ختمې شوي خو په ډېر بد حال به وي.

دریم: د انسانانو له مداخلې پرته به د ټولو ودانیو روښنایي له منځه ولاړه شي، یوازې لاس ویګاس او ټایمز سکوایر به تر یو څو ورځو روښانه وي او له هغې وروسته به هغه هم تیاره شي.

څلورم: تر ۲۰۷۰ کال پورې به ډېر ښارونه لکه نیویارک، ایمسټرډیم او میامي د اوبو لاندې شي.

پنځم: کله چې زر کاله انسان خوب وکړي او له هغې وروسته را بېدار شي نو یو ځل بیابه د خپلې بقاء لپاره جنګ کوي او له خطرناکو ځنګلي حیواناتو سره به جنګېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …