کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځی: په عامر چې مې لومړۍ شپږیزه ووهله، پوه شوم چې نن زما ورځ ده
حضرت الله ځاځی ۱

حضرت الله ځاځی: په عامر چې مې لومړۍ شپږیزه ووهله، پوه شوم چې نن زما ورځ ده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي پرون یو ځل بیا په پاکستان سوپر لیګ کې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، چې په دریمه لوبه کې د دویم ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د لوبې له بریا وروسته حضرت الله ځاځي په خپلو خبرو کې وویل، چې ما په لوبه کې د خپلې لومړۍ لوبې په څېر د توپوهنې هڅه وکړه، کله چې تاسې په ځاان باور ولرئ، نو بیا لوبه کېږي.

هغه زیاته کړه، په (محمد) عامر چې مې کله لومړۍ شپږیزه ووهله نو پوه شوم چې نن زما ورځ ده او بیا مې هماغسې لوبه ترسره کړه، څه ډول چې زه لوبه کوم.

حضرت الله ځاځی چې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي، پرون یې د کراچۍ کنګز پر وړاندې د ۵ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مټ په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې وکړې او پېښور زلمي ته یې بریا ورپه برخه کړه، چې ایلیمینېټر ۲ لوبې ته لاړه.

حضرت الله ځاځی په خپله لومړۍ لوبه کې هم ۶۳ چټکې منډې کړې وې، هغه لوبه یې هم د کراچۍ کنګز پر وړاندې وه چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم پکې اخیستې وه، خو د اسلام اباد یونایټیډ پر وړاندې بیا په صفر سوځېدلی و.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …