کورپاڼه / خپلواک / رحيم صديقي له خپل دريځه منکر شوى
رحيم صديقي

رحيم صديقي له خپل دريځه منکر شوى

خپلواک وېبپاڼه (١٢ نومبر ٢٠١٩): د افغان کرکټ لوبډلې مينه وال رحيم صديقي، چې تېره ورځ يې د افغانستان او ويسټ انډيز د دريمې يو ورځنۍ لوبې نه وروسته په خپله فېسبوکپاڼه يوه ويډيو وکړه او تور يې پورې کړ، چې د کرکټ بورډ کسانو لوبه کې فساد يا مېچ فيکسنګ کړى و، له خپلو خبرو او دريځه منکر شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر فرهان يوسفزي په فېسبوکپاڼه د کرکټ بورډ د فساد ضد څانګې مسوول سيد انور شاه قرېشي او د رحيم صديقي يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې له نوموړي د اسنادو او ثبوتونو غوښتنه کوي، خو هغه له خپل دريځه منکرېږي.

د فرهان يوسفزي په پاڼه له دغه ويډيو سره ليکل شوي دي:

((پرون د رحیم صدیقي په نوم یوه افغان له لوبې وروسته پر افغان لوبغاړو او مسوولینو تور پورې کړ چې ګني لوبه یې د سیالې لوبډلې په ګټه څرخولې یا په اصطلاح (match fixing) یې کړی دی، چې له هغه وروسته په میدان کې د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد او د کرکټ بورډ د فساد ضد څانګې مامورینو په دغه برخه کې پوښتنې او پلټنې کړې، چې په پایله کې یې د صدیقی ادعاوې بې بنسټه ګڼلې دي.))

دوى همدا راز زياتوي: ((په لاندې ویډیو کې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد ضد (Anti-corruption) څانګې مسوول سيد انور شاه قریشي د رحيم صديقي سره خبرې کړې. ښاغلي قریشي له هغه څخه د پرونۍ ويډيو په تړاو ثبوتونه او اسناد غوښتي، خو هغه کوم ثبوت نه لري او له خپل دریځه منکر شوی او په وینا یې د کرکټ بورډ هيڅ کس او لوبغاړی يې هم نه دى ليدلى. دا چې رحيم صديقي د خپلې پرونۍ ويډيو په اړه څه وويل، په لاندې دې ويډيو کې يې وګورئ.))

د يادولو ده چې ويسټ انډيز لوبډلې د درې يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه او ويسټ انډيز ٥ کاله وروسته د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …