کورپاڼه / خبرونه / یونس خان د پاکستان لوبډلې د روزونکي دنده پرېښوده
یونس خان

یونس خان د پاکستان لوبډلې د روزونکي دنده پرېښوده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي یونس خان دنده پرېښوده، هغه تېر کال د نومبر په میاشت کې د ۲ کالو لپاره د توپوهنې روزونکی ټاکل شوی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، یونس خان او د پاکستان کرکټ بورډ په خوښه دا تړون پای ته رسولی دی، د پي سي بي اجراییه رییس وسیم خان وايي، چې د یونس خان په څېر ستر شخصیت له کرکټ بورډ نه تلل ښه خبره نه ده.

وسیم خان وویل، یونس خان د ډېر لږ وخت لپاره د پاکستان لوبډلې سره د توپوهنې روزونکي په توګه پاتې شو موږ د هغه د خدمتونو څخه مننه کوو او هیله من یو چې هغه به په راتلونکې هم د خپلې تجربې او وړتیا له امله د پاکستان کرکټ بورډ سره همکاري کوي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ او یونس خان په دې تړاو د نورو معلوماتو ورکولو او خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې یونس خان به د انګلستان سفر کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره نه وي، د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د یونس خان بدیل په لټه کې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …