کورپاڼه / خپلواک / کترینا کیف هم د ویدیا بالان ستاینه وکړه

کترینا کیف هم د ویدیا بالان ستاینه وکړه

د بالیووډ د فلمونو ستورې اداکارې یا هنرمندې کترینا کیف هم د ملګرې اداکارې ویدیا بالان ستاینه کړې او ویلي دي چې هغې ښه اداکاري کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې کترینا کیف د ویدیا بالان نوی فلم او په فلم کې یې د هغې اداکاري یې ډېره ستایلې ده.

نوموړې د ټولنیزې رسنۍ د عکسونو او ویډیوګانو په خپروونکې اپلیکیشن انستاګرام لیکلي دي، چې دغه فلم د تل په څېر ښه او غوره فلم دی او د ویدیا په لېدو خوشحالېږم.

د یادولو وړ ده چې د ویدیا بالان فلم (شیرني) په دې وروستیو کې په او ټي ټي پلیټ فارم پر پرایم ویډیو کې خپور شوی، چې د کتونکو له لورې یې ډېره ستاینه شوې ده.

په دې فلم کې اداکارې یا هنرمندې ویدیا بالان د پولیس افسرې رول لوبولی او په یادې ویبپاڼې په پنځوس میلونه پلورل شوی دی او د جون په اتلسمه نیټه خپور شوی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …