کورپاڼه / بېلا بېل / آیا غواړئ چې باڼه مو ښکلي، ګڼ او پیاوړي وي؟

آیا غواړئ چې باڼه مو ښکلي، ګڼ او پیاوړي وي؟

دا د هر چا هیله او غوښتنه وي چې هغوی دې ښکلي ښکاره شي او ښځې د خپلو سترګو د ښکلي کولو لپاره له مصنوعي بڼو څخه ګټه پورته کوي ترڅو سترګې ښکلي وي، خو ددې موخې لپاره له ځینو لارو چارو ګټه اخیستنه درته ګټوره تمامېدلی شي.

لکه څنګه چې ناویان هم له مصنوعي بڼو څخه ګټه پورته کوي او له دې پرته یې ښکلا نیمګړې وي نو کله چې له مصنوعي بڼو څخه ګټه پورته کړي نو ډېره ښکلې ښکاره شي او پر ځان یې باور ډېر شي.

د ارهنډو تېل:

لږ غوندې د ارهنډو تېل د ګوتو په څوکو راواخلئ او بیا یې پر بڼو ووهئ، دا کړنه یوازې دا چې باڼه ښکلي او ګڼوي بلکې د بڼو د توییدنې مخنیوی هم کوي.

د مڼې سرکه:

د مالوچو په مرسته د مڼې سرکه په ورځ کې دوه ځلې پر بڼو ووهئ، نو باڼه به مو اوږده او ګڼ شي.

د کوپرې تېل:

د شپې له وېده کېدو دمخه د کوپرې تېل راواخلئ او پر بڼو یې ووهئ. همدغه راز د ورځې لخوا یې هم استعمالولی شئ.

د زیتونو تېل:

د شپې له وېده کېدو دمخه د زیتونو تېل راواخلئ او د مالوچو یا د ګوتو په مرسته یې پر بڼو ووهئ نو باڼه به مو پیاوړي او ځواکمن شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …