کورپاڼه / جالب / څېړنه: هغه کسان چې پیشو ساتي د ژوند له ملګري سره بې وفایي کوي

څېړنه: هغه کسان چې پیشو ساتي د ژوند له ملګري سره بې وفایي کوي

له دې وړاندې څېړنو ښودلې وه چې په نړۍ کې د طلاق دویم لوی لامل د ژوند له ملګري سره بې وفایي کول دي. په یوې سروې کې هم معلومه شوې چې پنځه څلویښت سلنه نارینه او یوویشت سلنه ښځینه د ژوند له ملګري سره بې وفایي کوي.

خو اوس پوښتنه داده چې یو خاوند یا میرمنې ته به دا څنګه معلومېږي چې د ژوند ملګری یې ورسره بې وفایي کوي؟ اوسمهال د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې کومې ښځې/نارینه پیشو ساتلي وي هغوی د بې وفایۍ ښکار ګرځیدلی شي.

په دې اړه یو څېړونکی وایي چې د سپیو ساتل د روغتیا لپاره ګټور وي او هغه کسان چې سپي ساتي خوشحاله ژوند لري او له نوې څېړنې څخه معلومه شوې چې دا ډول خلک د ژوند ملګري ته وفادار وي.

له څېړنې معلومه شوه هغه کسان چې پیشوګانې یې ساتلې وې، په هغوی کې ډېر امکان ددې و چې د ژوند له ملګري سره دوکه یا بې وفایي وکړي.

دغه څېړنه په هغه کسانو ترسره کړې وه چې پنځه ویشت سلنو یې پیشوګانې ساتلې او یوازې لس سلنو یې سپي ساتل او یادې پایلې یې ورڅخه ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …