کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼې پر خپلو مینوالو زېری وکړ

ګل پاڼې پر خپلو مینوالو زېری وکړ

د پښتو ژبې مشهورې پاکستانۍ سندرغاړې ګل پاڼې د قربانۍ یا لوی اختر څخه وړاندې د خپلې نوې پښتو سندرې (سنګار ټپې) په ریلیز کولو سره خپلو مینوالو ته زېری واوروو.

ګل پاڼې د ټولنیزې رسنۍ د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرونکې اپلیکیشن انستاګرام د خپلې نوې سندرې ټېزر خپور کړب او خپلو مینوالو ته یې زېری ورکړی.

نوموړې د سندرې د ټېزر له خپرولو سره ترڅنګ په سرلیک کې لیکلي دي چې:((د سندرې بشپړه ویډیو پر یوټیوب وګورئ.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Gul Panra (@gulpanra.official)

 

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د ګل پاڼې دغه نوې سندره چې (سنګار ټپې) نوم یې ورکړی، فرید خان لیکلې ده او کمپوز یې یمي خان ترسره کړی.

بل لوري ته د (سټیپ ون پروډکشن) د یوټیوب چینل وایی چې د ګل پاڼې دغه نوې سندره یې په پیښوري طرز سره ثبت کړې ده.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …