کورپاڼه / روغتيا / بدني فعالیتونه د ماشومانو شریانونه پراخوي

بدني فعالیتونه د ماشومانو شریانونه پراخوي

روغتیایي کارپوهان وایي سخت یاهم منځ مهاله بدني فعالیتونه یا ورزش په ماشومانو کې د شریانونو د سختېدو یاهم د بندېدو مخنیوی کوي.

په دې اړه د فنلینډ جایواسکالا پوهنتون د سپورت او روغتیا ساینس پوهنځي استاد ډاکتر ایرو هپالا وایي، چې زموږ له څېړنو معلومه شوې چې په ماشومتوب کې منځ مهاله یا سخت ورزش کول شریانو تر ډېره نرم او پراخه ساتي.

نوموړی وایي چې په همدې سبب د بدن نورو مهمو غړو ته وینه په ښه ډول سره رسېږي. خو تر ډېره ناسته یاهم بدن ته د ډېر اکسیجن د رسولو لپاره د ایرو بیټک فټنس لپاره هڅې کول د شریانونو له روغتیا سره اړیکه نه لري.

دغه پایلې پر ماشومانو د هغې څېړنې پر اساس دي چې د هغوی د بدني فعالیتونو او د غذایي توکو پر بنسټ ترسره شوې وې او د (سپورټس ساینسیز) په ژورنال کې خپرې شوي.

که هم دغه څېړنه په ایسټرن پوهنتون کې ترسره شوې خو د جایواسکالا پوهنتون او د ناروې د سپورت ساینس ښوونځي او د کمبرج پوهنتونونو پکې برخه اخیستې وه.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …