کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / آیا موبایل زموږ خبرې اوري، ولې زموږ د ذوق مطابق اعلانات خپروي؟ په زړه پوري معلومات

آیا موبایل زموږ خبرې اوري، ولې زموږ د ذوق مطابق اعلانات خپروي؟ په زړه پوري معلومات

آیا کله له داسې پېښې سره مخ شوي یئ چې ملګری مو د یو شي په اړه خبري کوي او له لږ ځنډ وروسته مو د هماغه شي په اړه پر موبایل سوداګریز اعلان راشي؟ آیا موبایل مو خبرې اوري؟ دا یو تصادف نه دی چې له یو شي سره مینه یا زړه راښکون لرئ او اعلان یې پر موبایل راشي خو داسې هم نه ده چې موبایل زموږ خبرې اوري.

ځکه موبایل یا انټرنیټ دې ته اړتیا نه لري او کوم ځانګړي معلومات چې یې په کار وي، هغه له وړاندې ترلاسه کړي وي. یعنې د موبایل د استعمال په پایله کې موږ ډېرو ویبپاڼو او اپلیکیشنونو ته معلومات ورکوو.

کله چې موږ اپلیکیشنو ته معلومات او دا اجازه ورکړو چې زموږ انلاین کارونه وڅاري، نو شرکتونه هڅه کوي چې زموږ خوښې، ناخوښې، غوښتنې او اړتیاوې معلومې کړې، حتی تر دې چې هغوی زموږ ونه، عمر، وزن، دنده او نور شیان معلوموي ځکه دا یې د تولیداتو په خوښونه کې مهم رول لوبوي.

او همدې معلومات په کتو دوی هڅه کوي په هماغه ډول اعلاناتو زموږ د موبایل پر سکرین راولي. د مثال په توګه چې په ټولنیزه رسنۍ یو شی څو، څو ځله خوښوو او لایک ورکوو نو زموږ دغه زړه راښکون ثبتېږي او مطابق یې اعلانات پر سکرین وینو.

همدغه راز انټرنیټ داسې شیان هم د اعلاناتو په توګه زموږ مخته، مخته کوي، چې په وروستیو کې زموږ ملګري اخیستی وي. نو ددې لپاره چې ډیټا مو خوندي وي وړاندې له دې چې له کوم اپلیکیشن ته اجازه ورکړئ، په اړه یې فکر وکړئ.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …