کورپاڼه / خپلواک / ايشا کوپيکر: ډېرو اداکارانو رانه د شپې تېرولو غوښتنه کړې
ايشا کوپيکر ٤

ايشا کوپيکر: ډېرو اداکارانو رانه د شپې تېرولو غوښتنه کړې

خپلواک وېبپاڼه (١٢ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو فلمي ستورې ٤٣ کلنه ايشا کوپيکر وايي، چې ډېرو اداکارانو ترې غوښتي چې له هغوى سره شپه تېره کړم.

ايشا کوپيکر له تېر څه وخت راهيسې له فلمي نړۍ ليرې ده، خو په تېر وخت کې هغې د (خلاص) او (عشق سمندر) په څېر بې باکه سندرو وکې نڅاوې کړې وې. هغه په يو شمېر فلمونو کې نه يوازې دا چې (ايټم سانګ) بې باکه نڅاوې کړې وې، بلکې په ځينو فلمونو کې يې بېباکه رولونه هم ترسره کړي و.

ايشا کوپيکر که څه هم په هندي فلمون کې واړه واړه يا د مرستيالې اداکارې رولونه لوبولي و، خو بل لوري ته به په تمل او تيلګو فلمونو کې هغې ډېر مهم کردارونه هم ترسره کړي و. نوموړې د خپلې اداکارۍ پيل په ٢٠٠٠ کال کې د يوې سندرې نه کړى و، چې د (کانټى) فلم (عشق سمندر) سندره وه او ډېره مشهوره شوه.ايشا کوپيکر ٢

نوموړې په ٢٠٠٩ کال کې واده وکړ چې له هغه وروسته په فلمونو کې ډېره نه راښکاره کېده او وروستى فلم يې (شبري) په ٢٠١١ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و.

له فلمونو څخه تر ليرې کېدو وروسته د روان کال په پيل کې نوموړې سياست ته لاړه او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي ګوند (بهارتيه جنتا ګوند) کې يې ګډون وکړ. هغې ته په دغه ګوند کې د ښځو د څانګې مسووليت ورکړل شو، خو نوموړې په ټاکنو کې ګډون ونکړ.

سياست ته د راتګ او له فلمونو څخه د ليرې کېدو وروسته هغې تازه په خپله يوه مرکه کې په فلمي ستورو تورونه لګولي دي. نوموړې له (پنک ولا) سره په خپله ځانګړې مرکه کې وويل، چې د بې باکه رولونه ترسره کولو له امله ورته ډېرو اداکارانو د شپې تېرولو وړاندېزونه کړي و.

هغه وايي، چې په خپل لومړي فلم (کانټى) کې چې په ٢٠٠٠ کال کې نندارې ته وړاندې شو، هغه د سنجي دت د انډيوالې په توګه اخيستل شوې وه، خو وروسته د هغې رول يوازې تر يوې سندرې پورې راکم کړاى شو.ايشا کوپيکر ٣

هغه وايي، چې په فلمي نړۍ کې ورسره ډېر زياتى شوى دى او يوازې به د سندرو لپاره اخيستل کېده. نوموړې وايي چې يو فلم جوړونکي ورته وويل، چې سهار وختي راشه او دا يې هم ورته وويل چې يوازې دې راشي. خو هغه وايي چې له يوازې ورتګ مې انکار وکړ او ورته مې وويل چې د خپل ډرايور سره به درځم.

هغه همدا راز زياتوي، چې په فلمي نړۍ کې کومه نجلۍ د چا خبره ونه مني، نو هغې ته بيا څوک په فلمونو کې کار نه ورکوي. هغه که څه هم تورونه ولګول خو د کوم مشخص اداکار يا فلم جوړونکي نوم يې وانخيست.

د يادولو ده چې ايشا کوپيکر د هندي سينما له نامتو فلمي ستورو سنجى دت، ارجن رامپال، اجى ديوګن، ګوويندا او وويک اوبراى په ګډون له ډېرو اداکارانو سره کار کړى دى.ايشا کوپيکر ١

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …