کورپاڼه / جالب / ولې زموږ پر مخ وروځې او باڼه راخېژي؟

ولې زموږ پر مخ وروځې او باڼه راخېژي؟

ولې زموږ پر مخ وروځې او باڼه راشنه کېږي؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې تقریباً هر یو ورسره مخ یو او ځواب یې نه لرو، خو ښه خبره داده چې روغتیایي کارپوهانو ورته ځواب موندلی.

د ټولنیزو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا د اپټمالوژۍ اکاډومۍ ویاند په دې اړه وایي چې وروځي، سترګې لع مختلفو موادو د بېلګې په توګه له خولې، د ویښتانو له پخې او د باران په ګډون له نورو شیانو خوندي ساتي.

یعنې کله چې له سر څخه خوله، د باران څاڅکي یا بل څه راوښویږي نو وروځي یې مخنیوی کوي ترڅو تر سترګو پورې لاړ نه شي او له مخې یې لاندې وښویوي.

روغتیایي کارپوهانو په دې اړه څېړنې کړي او ویلي یې دي چې د انسان پر مخ د وروځو او بڼو راختل ددې لپاره وي ترڅو سترګې یې خوندي وساتل شي.

دوی وایي چې زموږ وروځې او باڼه د سترګو د غاټکو لپاره نور خوندیتوب هم رامنځته کوي او له هرې مایع مادې، سخت یا جامد توکي، خاورې، حشرو او نورو شیانو څخه یې محفوظې ساتي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …