کورپاڼه / جالب / د هند په میزورام کې اعلان شوی چې هغه والدینو ته انعام ورکوي چې ډېر اولادونه لري

د هند په میزورام کې اعلان شوی چې هغه والدینو ته انعام ورکوي چې ډېر اولادونه لري

د هند په شمالي ایالت میزورام کې یو وزیر اعلان کړی چې هغوی والدینو ته به یو لک روپۍ د انعام په توګه ورکوي، چې ډېر اولادونه یې وي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ځینې ایالتونه په دې اړه کمپاین کوي ترڅو نفوس یې کم شي خو یو ایالت یې بیا د ډېرو اولادونو لرونکو والدینو ته د انعام ورکولو اعلان کړی.

د هند شمالي ایالت میزورام د لوبو وزیر رابرټ روماویا اعلان کړی چې د ډېرو اولادونو لرونکو والدینو ته یو لک هندي کلدارې، ستاینلیک او مډال ورکوي خو دا یې نه دي ویلي چې والدین باید څومره ماشومان ولري.

نوموړی وایي چې دغه پیسې د دولت له خزانې نه ورکوي، بلکې زوی یې ساختماني مشورتي شرکت لري او هغه ورته د انعاماتو لپاره پیسو ورکوي.

رابرټ زیاتوي چې په ایالت کې یې د شنډېدو کچه لوړه شوې او په همدې سبب یې نفوس ورځ تر ورځې کمېږي، چې د ځینو قبایلو بقاء یې له خطر سره مخ کړې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …