کورپاڼه / بېلا بېل / د یو بل مشهور پاکستاني مفتي ویډیو هم خپره شوه
مفتي قوي

د یو بل مشهور پاکستاني مفتي ویډیو هم خپره شوه

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د دیني عالمانو داسې غېر اخلاقي ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي، په دې لړ کې تازه یوه بله نوې اضافه هم وشوه.

د پاکستان د مشهور مفتي عبدالقوي یوه ویډیو هم خپره شوې ده، چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، هغه په دې ویډیو کې له یو چا سره انلاین ویډیويي خبرې کوي.

تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې مفتي عبدالقوي په دې ویډیو کې له چاسره خبرې کوي، خو په ویډیو کې د هغه کالي نشته او مخصوص ځایونه یې هم لیدل کېږي.

دا له مفتي عزیزالرحمان وروسته بل ډېر مشهور مفتي دی، چې د پاکستان په کچه پېژندل شوی دی، نوموړی له مخکې څخه یو لانجمن مفتي دی، چې د نجونو سره په ویډیوګانو او عکسونو باندې هم ډېر پېژندل کېږي.

مفتي عزیزالرحمان د پاکستان د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعیت علما اسلام ایالتي مرستیال مشر و، خو مفتي عبدالقوي بیا د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د عالمانو د برخې غړی دی. هغه د پاکستان د رویت هلال کمېټې غړی هم پاتې شوی دی او نورو مهمو دندو باندې یې هم کار کړی دی.

دا هم ولولئ

ویده سړی

هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي

یو سړی به نو تر څومره ډېر خوب وکړي؟ خو تاسې به د دې په …