کورپاڼه / هنر او کلتور / انوشکا شرما د څه وخت لپاره له بالیووډ سره مخه ښه وکړه

انوشکا شرما د څه وخت لپاره له بالیووډ سره مخه ښه وکړه

د بالیووډ مشهورې اداکارې یا هنرمندې انوشکا شرما د څه وخت لپاره له فلمي نړۍ مخه ښه وکړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې انوشکا شرما په ۲۰۲۲ کال هم اراده نه لري چې د سینما پر مخ راڅرګنده شي. نوموړې د وروستي ځل لپاره د شاهرو خان په (زیرو) کې په ۲۰۱۸ کال راښکاره شوې وه.

د یادولو وړ ده چې د انوشکا شرما او د هند کپتان ویرات کوهلي لور هم د روان کال په لومړیو کې زېږېدلې وه، خو انوشکا د لور په اړه ډېره جدي ده او غواړي چې راتلوونکی کال هم یې هم د روزنې لپاره وقفه واخلي.

هغې په دې وروستیو کې له یوې پروژې څخه انکار وکړ او و یې ویل چې نه غواړي د لور اړوند خطر په غاړه واخلي او په روزنه کې یې نیمګرتیا واقع شي.

هندي روغتیاپالانو او ساینسپوهانو په هند کې د کورونا وایروس د دریمې څپې د راتګ اندیښنه ښودلې او انوشکا هم په دې حالاتو کې غواړي چې ټول پام یې یوازې لور ته وي او خپل ټیم ته یې هم لارښوونه کړې چې په نوې پروژه کې دې برخه نه اخلي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …