کورپاڼه / جالب / په استرالیا کې موږکانو تباهي رامنځته کړې

په استرالیا کې موږکانو تباهي رامنځته کړې

د ختیځې استرالیا په ډېر نفوسه ایالت نیو سوت ویلز کې کې زرګونو موږکانو له څو میاشتو راهیسې تباهي رامنځته کړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په یاد ایالت کې موږکانو د فصلونو او وښو په خوراک پیل کړی او ترڅنګ یې په کورونو، سوداګریزو ادارو، ښوونځیو، روغتونونو او زندانونو کې ډېر شوي.

دغه راز په ځای ناځای کې د موږکانو فاضله موادو او غوښو بد بویونه خواره دي او ځینې کسان شکایت لري چې موږکان پرې خوله لګوي او د اوبو د چټلولو په سبب یې ناروغه کړي.

راپورونه وایي چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د یو زندان په جوړولو بوخت ول او غوښتل یې په دېوالونو کې د بریښنا تارونه تېر کړي خو موږکان زندان ته داخل شول.

د زندان د مشر په وینا چې زندانیان یې نورو زندانونو ته لېږلي او وایي چې زموږ موخه او لومړیتوب د زندانیان ساتنه او روغتیا ده او په دې اړه د حل لارې لټوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …