کورپاڼه / بېلا بېل / په یو ځل د ۱۰ اولادونو د زېږولو ادعا کوونکې ښځه بېخي حامله شوې نه وه
افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو د زېږولو ادعا کوونکې ښځه بېخي حامله شوې نه وه

د سویلي افریقا هغه ښځه چې ادعا یې کړې وه چې ۱۰ اولادونه یې زېږېدلي دي، نیول شوې ده او اوس د ذهني روغتیا د معلومولو لپاره هغه په یو روغتون کې داخله شوې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، ۳۷ کلنه ګوسیامی تامارا په نوم دا ښځه چې په ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ کې یې د خپل نوم ثبتولو لپاره د ۱۰ اولادونو زېږولو دروغژنه ادعا کړې وه او ویلي یې و، چې ۷ هلکان او ۳ نجونې یې زېږېدلي دي.

د دغه ښځه په یاده ادعا د هغې خاوند هم شک ښکاره کړی و او ویلي یې و، چې له ښځې سره یې هېڅ اړیکه نشته، د هغې په ادعا مې شک دی، حکومت او نورې خېریه ادارې دې ورسره هېڅ ډول مرسته نه کوي او نه دې هم د هغې نوم په ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ کې ثبتول کېږي. د هغې د خاوند له خبرو وروسته حکومت بیا د یادې ښځې په اړه څېړنې پیل کړې.

له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې دغه ښځې ۱۰ اولادونه خو ډېره لیرې خبره ده، ان حامله شوې هم نه ده او کله چې دا معلومات وشو، نو یاده ښځو پولیسو ونیوله.

د سویلي افریقا پولیسو ویلي دي، چې د ګوسیامي په نوم دا ښځه یې له نیولو وروسته په یو روغتون کې داخله کړې ده، تر څو هلته د دې روغتیايي حالت وکتل شي، چې کومه ستونزه خو نه لري.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …