کورپاڼه / هنر او کلتور / جاوېد امیرخېل: دا ځینې دومره پست خلک دي چې سړی ورته حېران شي، دا چې ښکنځل کوي دومره تکړه خلک هم نه دي
جاوېد امیرخېل

جاوېد امیرخېل: دا ځینې دومره پست خلک دي چې سړی ورته حېران شي، دا چې ښکنځل کوي دومره تکړه خلک هم نه دي

د هېواد مشهور او نومیالی هنرمند جاوېد امیرخېل یو ځل بیا هغه خلکو په غصه کړی دی، چې هغه ته د هغه په پوسټونو باندې بد کمنټونه کوي او نوموړي په خپل یو پوسټ باندې داسې خلکو ته په کمنټ کې سخت ځواب ورکړی دی.

پرون چې د موسیقۍ نړیواله ورځ وه، په دغه ورځ باندې جاوېد امیرخېل هم پوسټ کړی و او لیکلي یې و: ((د موسیقۍ نړیواله ورځ دې هغو ټولو درنو او باعزته هنرمندانو ته مبارک وي چې په سمه معنا د هنر او هنرمند قدر پېژني او تقدس ورته لري او د هنر له لارې خپل کلتور ته لا ښکلا بښني انسان ته د خېر مینې خدا پرستۍ بشردوستۍ ورورولۍ او امن پېغام رسوي دا چې موسیقۍ تاسې څنګه ارزوئ او قضاوت پرې کوئ دا ستاسې شخصي نظر دی خو زما لپاره ژوند دی او تر پاچاهي راته ډېره مهمه ده او ارزښت راته لري.))

جاوېد امیرخېل پوسټ

د جاوېد امیرخېل په دې پوسټ زرګونه کسانو هغه ته د موسیقۍ د ورځې مبارکي ورکړې وه، خو په دې کې ځینې کسان داسې هم و، چې په هغه یې نیوکې کړې وې او یا یې هم ورته په تبصرو کې سپکې سپورې ویلې وې، چې له امله یې نوموړی سخت غصه کړی او بېرته یې خلکو ته په کمنټ کې ځواب لیکلی دی.

هغه په خپل کمنټ کې لیکلي دي، چې ((ځینې دومره پست خلک دي چې سړی ورته حيران شي خیر زه به درته سپکه نه کوم چې بیا مو فرق سره نه کېږي او زه په دې هم ښه پوهېږم چې دا چې ښکنځل کوي دومره تکړه خلک هم نه یاست چې ستاسې په خاطر دې کامنټ وکړم.))

جاوېد امیرخېل کمنټونه

جاوېد امیرخېل په خپل کمنټ کې د لوی افغانستان د نومیالي سیاستوال ارواښاد عثمان کاکړ یادونه هم کړې ده او خلکو ته یې لیکلي دي، چې په ژوندون مو د هغه قدر ونه کړ، هغه وايي چې اوس به همدا خلک وګوري چې د هغه بدل څنګه اخلي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …