کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه
حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام اباد یونایټیډ توپوهونکي په دې وتوانېدل چې د پېښور زلمي لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکي.

د پي ایس ایل دویمه ایلیمینیټر لوبه چې د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ په ابوظهبي کې روانه ده، پېښور د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې حسن علي په ۱۶ توپونو ۴۵، کولین مونرو په ۲۹ توپونو ۴۴ او برینډن کنګ ۱۸ منډې وکړې. عثمان خواجه په ۱ او محمد اخلاق بیا په ۷ منډو سوځېدلي و.

د پېښور زلمي لوبډلې له خوا د ښې توپ اچونې ننداره وشوه، وهاب ریاض او عمید اصف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، همدا راز عماد بټ، محمد عرفان او محمد عمران ۱-۱ ویکټ واخیستې.

تر لنډې دمې وروسته پېښور زلمي لوبډله د یاد هدف په تعقیب کې توپوهنه پيلوي. په نننۍ لوبه کې چې هره لوبډله بریالۍ شي، په پایلوبه کې به د ملتان سلطانز سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

نن محمد نبي په (دي هنډریډ) سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کوي

په انګلستان کې د (دي هنډریډ) سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوي دي، چې نن …