کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه
حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور زلمي لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه چې پېښور زلمي لوبډلې د لوبې ګټلو سره پایلوبې ته هم لار پېدا کړه. همدا راز په یوازې څلورو لوبو کې هغه ۳ ځل د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د پاکستان سوپر لیګ ایلیمینېټر ۲ لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پیل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړی یې اسلام اباد یونایټیډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې حسن علي ۴۵ او کولین مونرو ۴۴ منډې وکړې. د پېښور له خوا وهاب ریاض او عمید اصف ۲-۲، محمدم عمران، محمد عرفان او عماد بټ ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۵ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په ۱۶.۵ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه، چې له دې سره یې پایلوبې ته هم لار پېدا کړه.

د پېښور له خوا حضرت الله ځاځي او جوناتن ویلس زبردسته توپوهنه ترسره کړه، ځاځي د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ په ۴۴ توپونو ۶۶، جوناتن ویلس د ۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ په ۴۳ توپونو ۵۵ ناسوځېدلې او شعېب ملک په ۱۰ توپونو ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسلام اباد یونایټیډ له خوا حسن علي او محمد وسیم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ته ورکړل شوه، نوموړي د پېښور زلمي لپاره یوازې ۴ لوبې ترسره کړې دي او ۳ ځل یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه به د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي، دغه لوبه د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیلېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …