کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پېښور زلمي له بریا وروسته د حضرت الله ځاځي، شاداب خان او وهاب ریاض خبرې
وهاب ریاض او حضرت الله ځاځی

د پېښور زلمي له بریا وروسته د حضرت الله ځاځي، شاداب خان او وهاب ریاض خبرې

د پاکستان سوپر لیګ په پرونۍ لوبه کې حضرت الله ځاځي یو ځل بیا زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې د پېښور زلمي لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله او د لوبې د بریا تر څنګ یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د پېښور زلمي له خوا اسلام اباد ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړل شوه. د لوبې له بریا وروسته حضرت الله ځاځي وویل، چې په داسې مهمه لوبه کې ستره کردار لوبول ډېر مهم وي. هغه په خندا کې وویل، که چېرته پچ اسانه وای، نو مو بیا لوبه په خپله پای ته رسوله. حضرت الله ځاځي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې دا زما طبیعي لوبه ده، په پیل کې شاټونه وهل یو څه سخت و، خو زه پوهېدم چې وروسته فرصتونه پېدا کېږي. د یادولو ده چې هغه د ۶۶ منډو چټکه توپوهنه ترسره کړه او د دریم ځل لپاره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې لوبډلمشر شاداب خان په لوبه کې د ماتې خوړلو وروسته په خپلو خبرو کې وویل: ((شاداب خان: موږ په تېرو دواړو لوبو کې ښه توپوهنه ونه شوه کولی، زموږ توپوهنه تر فشار لاندې وه، حسن علي په وروستیو کې منډې ډېرې کړې، خو ځینې تېروتنې وشوې. که چېرته د ځاځي کېچ په پیل کې نیول شوی وای، نو ښايي اوس پایله بل ډول وای، موږ د لیګ ۸ لوبې ګټلې وې، خو په وروستیو دوه مهمو لوبو کې تر فشار لاندې راغلو او ښه لوبه مو ترسره نه کړای شو. مینه والو څخه بخښنه غواړو، بل ځل به د اتلولۍ خپلولو هڅه کوو.))

همدا راز د پېښور زلمي لوبډلې لوبډلمشر وهاب ریاض وویل: ((مینه وال زموږ ملاتړ کوي او موږ ته دعاوې کوي. موږ په اوږده لار پایلوبې ته راغلو خو ډېر ښه احساس لرو. زما اورونه ډېر مهم و او زه په دې پوهېدم چې توپوهونکي هڅه کوي لوبه له موږ لیرې یوسي، نو ما د خپلو اورونو په ښه توګه د ترسره کولو هڅه وکړه. موږ په وروستیو اورونو کې یو څه ډېرې منډې ورکړې، خو موږ بیا هم ښه لوبه ترسره کړه. زموږ لوبغاړو ډېره ښه لوبه ترسره کړه، دوی اړتیا لري چې یوه ورځ ارامه تېره کړي او د پایلوبې لپاره ځانونه چمتو کړي.))

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) پایلوبه سبا د جون په ۲۴مه نېټه د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې پیلېږي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …