کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان جاوېد اپریدي ته: ځاځي ته اېم جي موټر ورکړه
راشد خان، حضرت الله ځاځی او جاوېد اپریدی

راشد خان جاوېد اپریدي ته: ځاځي ته اېم جي موټر ورکړه

د پېښور زلمي لپاره په پرونۍ لوبه کې د دریم ځل لپاره حضرت الله ځاځي زبردسته توپوهنه ترسره کړه او د پېښور زلمي لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله. همدا راز حضرت الله ځاځي د دریم ځل لپاره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

په ټویټر کې د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي د لوبې وروسته د حضرت الله ځاځي په اړه ټویټ وکړ او ورته یې ولیکل چې ځاځي جانه یو ځل بیا دې زلمي وګټل.

د جاود اپریدي په دې ټویټ باندې لاندې راشد خان په ځواب کې ورته (MG) ولیکل او د موټر نښه یې ورسره ورکړه، جاوېد اپریدي ورته بېرتهه ولیکل: ((راشد خانه ډېر وران یې کنه، خو اېم جي موټر د ځاځي لپاره ولې نه په سر سترګو.))

راشد خان بېرته بیا ځاځي ته مبارکي ورکړه او وې لیکل: ((ځاځی مبارک شه، دغسې خرچې کوه لالا.)) نو جاوېد اپریدي ورته بېرته ولیکل چې ((خرچو نه بې خاطره اوسېږئ.))


د احتشام الحق په نوم یو خبریال هم چې د لوبغاړو سره نږدې اړیکې لري، په دې خبرو کې ورګډ شه او راشد خان ته يې ولیکل، چې اوس خو پکار ده چې ځاځي ته موټر ورکړي او پایلوبه کې یې باید اعلان وکړي، راشد خان هغه ته هم په خپل ځواب کې ولیکل، چې زما او ستا حق هم جوړېږي.

د یادولو ده چې د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدی نه یوازې په پاکستان کې د ځینو مشهورو شرکتونو مالک دی، بلکې هر نوی موټر چې راځي، نو هغه یې پاکستان ته وړي، اوس به وکتل شي چې په پایلوبه کې جاوېد اپریدی د حضرت الله ځاځي لپاره څه اعلان کوي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …