کورپاڼه / هنر او کلتور / کنګنا رناوت د هند (انډیا) د نوم بدلولو غوښتنه وکړه
کنګنا رناوت

کنګنا رناوت د هند (انډیا) د نوم بدلولو غوښتنه وکړه

د هندي سینما مشهوره او لانجمنه هنرمنده کنګنا رناوت اوس تازه د هند د نوم بدلولو غوښتنه کړې ده، چې په دې سره یې په ټولنیزو رسنیو کې یو نوی بحث راپورته کړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، مشهوره هنرمنده کنګنا رناوت په دې ډېره ښه پوهېږي چې څه ډول د رسنیو په سرټکو کې ځان وساتي، هغه هره ورځ یو نه یو داسې خبره کوي، چې د رسنیو اړ ټولنیزو رسنیو د پام وړ ګرځي.

کنګنا ایله تازه د پاسپورټ له ستونزې راووتله، ځکه د هغې پاسپورټ کې وخت ختم شوی و او بل پاسپورټ نه ورکول کېده، خو اوس چې دغه کیسه ختمه شوې، نو نوموړې غوښتنه کړې ده چې د (انډیا) نوم دې بدل شي.

په انسټاګرام کې هغه په خپل یو پوسټ کې لیکي، چې د هند نوم دې د (انډیا) څخه (بهارت) ته بدل شي. هغه وايي: ((بهارت یوازې په یو صورت کې پرمختګ کولای شي، چې د لرغوني روحانیت او حکمت سره وتړل شي ځکه چې دا زموږ د کلتور اصل روح دی.))

نوموړې وايي، بیا به نړۍ وګوري چې موږ څنګه د نړۍ مشري کوو، خو د هغې نه مخکې به موږ دا د غلامۍ نوم (انډیا) له ځانه لیرې کوو، ځکه دا د غلامۍ نوم (انډیا) موږ ته انګلیسیانو راکړی دی او موږ به خپل اصل نوم (بهارت) ته بېرته ستانه کېږو.

د یادولو وړ ده چې هند، انډیا او بهارت دا ټول نومونه دغه هېواد ته اخیستل کېږی، خو په رسمي ډول یې بیا (انډیا) نوم دی، چې خو هندوان بیا له انډیا پرته بهارت نوم ډېر کاروي.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …