کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نوین الحق د ویټالیټي بلاسټ تر ټولو مخکښ توپ اچونکی شو، لوبډلې یې دویمه بریا هم خپله کړه
نوین الحق

نوین الحق د ویټالیټي بلاسټ تر ټولو مخکښ توپ اچونکی شو، لوبډلې یې دویمه بریا هم خپله کړه

نوین الحق یو ځل بیا په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه، همدا راز د نوموړي اړوند لوبډلې لیسټر شایر دویمه بریا هم خپله کړه.

د ویټالیټي بلاسټ لوبه پرون د لیسټر شایر او ډربي شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ډربي شایر پچه وګټله او لومړی یې لیسټر شایر ته د توپ اچونې بلنه ورکړه.

لیسټر شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې لویس کیمبر ۵۳، سکاټ سټیل ۴۶ او کولین اکرمن ۳۷ منډې وکړې. د ډربي شایر له خوا فین هوډسن ۳، جارج سکریمشاو او مټ کریچلي ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۷۵ منډو هدف په تعقیب کې د ډربي شایر لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې او د ۴۲ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا هیري کیم ۴۰ او بروک ګیسټ ۲۷ منډې وکړې.

د لیسټر شایر له خوا نوین الحق، کالم پارکینسن، کولین اکرمن او سکاټ سټیل ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. نوین الحق بیا تر ټولو کمې ۱۷ منډې ورکړې او ۳.۴ اورونه یې ترسره کړل چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د یادولو وړ ده چې د ویټالیټي بلاسټ په روانو سیالیو کې نوین الحق بیا تر ټولو زیات لوبغاړي سوځولي دي، هغه په ۷ لوبو کې ۱۳ ویکټې ترلاسه کړي دي او لوګن وان بیک بیا په ۸ لوبو کې ۱۲ ویکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …