کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ نوی فیچر وړاندې کوي؛ کاروونکې به د یو ځل لپاره عکسونه او ویډیوګانې لیدلی شي

وټساپ نوی فیچر وړاندې کوي؛ کاروونکې به د یو ځل لپاره عکسونه او ویډیوګانې لیدلی شي

د نړۍ په کچه د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ غواړي چې ډېر ژر یو داسې فیچر وړاندې کړي، چې ددې فیچر لاندې به کاروونکې یوازې د یو ځل لپاره ترلاسه شوې ویډیو یا عکسونه ولیدلی شي.

د وټساپ څاروونکې ویبپاڼې (بیټا انفو) د راپور له مخې ویل کېږي چې وټساپ غواړي ډېر ژر یوی نوی فیچر رامنځته کړي، چې په مرسته به یې وټساپ یوازې هغه عکسونو او ویډیوګانو ته د لېږلو اجازه ورکړي چې یوازې یو ځل به لېدل کېږي.

 

یعنې دا به یو داسې فیچر وي، کله چې یو شخص ته پیغام ولېږل شي نو له لېدو وروسته به پخپله ډیلیټ کېږي. خو دا فیچر به ان ایبل کوې او له هغې وروسته به د یو ځل لپاره کتل کېږي.

ددې فیچر لاندې به د پیغام ترلاسه کولو او پرانیستلو وروسته پر وټساپ د لېږونکې کاروونکي له لورې تایید هم کېږي او ددې فیچر په مرسته به په موبایل کې خالی ځای هم پیدا کېږي.

له دې وړاندې وټساپ د یو داسې فیچر د وړاندې کولو اعلان کړی و، چې له مخې یې کاروونکې پرته له انټرنیټ څخه وټساپ کارولی شي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته نوی فیچر وړاندې کړ

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ، چې له دوه میلیاردو ډېر کاروونکې لري، د …