کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص ته دویم واده کول ګران تمام شو، لومړۍ میرمنې یې پولیس ….

په هند کې یو شخص ته دویم واده کول ګران تمام شو، لومړۍ میرمنې یې پولیس ….

په هند کې یوه میرمن د خپل خاوند پر خلاف، چې دویم واده یې کاوه، د پولیسو حوزې ته لاړ خو خاوند یې د واده په ورځ له وراباڼو سره وتښتېده.

په هند کې ډېر وخت هغه کسان د خپلو میرمنو له لورې له سختې بې عزتۍ سره مخ کېږي، چې غواړي دویم واده وکړي، همدغسې یوه پېښه د هند په اتر پردیش ایالت د بریلي ولسوالۍ رامنځته شوه او پولیسو د هغه ځوان شا ونېوله چې دویم واده یې کاوه.

د شاه جهان پور اوسیدونکس ځوان له وراباڼو سره یوځای د ناوې وړلو پسې تللي ول خو له وړاندې پرې لومړۍ میرمن خبره شوې وه او له پولیسو سره د واده مراسمو ځای ته ورغلل.

خو کله چې دوی هلته ورسېدل نو خاوند یې له وراباڼو سره په تېښته بریالي شول، خو پولیسو د واده د زلمي ملګری ونېوه. دغه میرمن چې ارچنا ګپتا نومېږي له رسنیو سره یې په خبرو ویلي چې په ۲۰۰۶ کال یې د تلهر اوسیدونکې ګورو سره واده وکړ چې دوه اولادونه ترې لري.

ارچنا وایي چې خسرګنۍ یې د جهیز لپاره استحصال کوله، چې بیا یې په محکمه کې د خاوند پر وړاندې قضیه هم ثبت کړه او ارچنا له خپلو اولادونو سره د پلار کور ته لاړه. په دې وخت کې نوموړې پوه شوه چې خاوند یې دویم واده کوي چې بیا یې پولیسو پرې خبر کړل او د واده مخه یې ونېوله.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …